pashtana بنڅني, 2024-04-20, 3:48 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 27 » دا فغا نستان په لوېديځ کې چاودنې اته کسان ووژل
دا فغا نستان په لوېديځ کې چاودنې اته کسان ووژل
3:57 PM

دوه ورځې وړاندې هم له دې ولايت څخه د ١٥ وسله والو طالبانو، دوو  ملي پوليسو او د ايتلافي ځواکونو د يوه سرتېري د وژل کېدا خبر ورکړل شوى و .

افغان چارواکي وايي د افغانستان په لوېديځ فراه ولايت کې د سړک د  غاړې د ماين په چاودنه کې اته ولسي وگړي وژل شوي يو بل ټپي دى .

د فراه ولايت د والي مرستيال يونس رسولي ويلي چې د ولسي وگړو د سپرلۍ موټر گاونډي نيمروز ولايت ته روان و چې پر لاره پرې ښخ کړاى شوى ماين وچاودېد .

رسولي زياته کړه چې په دې چاودنه کې يو بل ولسي وگړى هم ټپي شوى دى .

د يادونې وړ ده چې د افغانستان گاونډي ايران هېواد پولې ته څېرمه سيمې په دې وروستيو کې د وسله والو بريدونو شاهدې وې .

سربېره پردې چې وسله وال کسان هڅه کوي چې پوځيان او د هغوى گاډي په نخښه کړي، خو ډېرى وخت يې قربانيان ولسي وگړي شي .

د شمېرنو له مخې د روان ٢٠٠٨ کال له پيل راهيسې د هېواد په بېلابېلو پېښو کې شاوخوا ١٢٠٠ افغانان وژل شوي دي .

فراه د لوېديځې حوزې ولايت دى چې يو شمېر ولسوالۍ يې لکه دلارام او بالابلوک د ناامنه سيمو له جملې څخه شمېرل کېږي .

په دې سيمه کې د روان کال په ترڅ کې ددولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله او زيانونه اوښتي دي .

دوه ورځې وړاندې هم له دې ولايت څخه د ١٥ وسله والو طالبانو، دوو ملي پوليسو او د ايتلافي ځواکونو د يوه سرتېري د وژل کېدا خبر ورکړل شوى و .

د ايتلاف يوه ټپي سرتېري ساه ورکړه

ايتلافي ځواکونه وايي د افغانستان په سوېل ختيځ کې يې يو ټپي شوى سرتېرى مړ شوى دى .

دوى زياتوي چې دغه سرتېرى تېره ورځ (دوشنبه، د غبرگولي شپږمه) په پکتيکا ولايت کې د يوې پېښې په ترڅ کې ټپي شو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه .

ايتلافي ځواکونو د پېښې او د مړه شوي سرتېري د تابعيت په اړه څه نه دي ويلي .

خو د ويلو وړ ده چې په دې ولايت کې امريکايي سرتېري مېشت دي .

وړمه ورځ هم په لوېديځ ولايت فراه کې يو امريکايى سرتېرى وژل شوى و .

 

 له بي بي سي نه په مننې

 

Category: خبرونه | Views: 878 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024