pashtana جمع, 2024-04-19, 5:28 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 27 » افغانستان په کريکټ لوبه کې بو ټسو انا ته ماتي ورکړه
افغانستان په کريکټ لوبه کې بو ټسو انا ته ماتي ورکړه
8:35 AM

برتانيا په جرسي ټاپو کې د افغانستان او بوټسوانا ترمنځ د کريکټ د نړيوالې شورا په سياليو کې لوبه بيا هم د افغان لوبغاړو په بري پاى ته ورسيده .

افغان کپتان نوروز منگل په دغه لوبه کې د پچې يا شير خط تر گټلو وروسته لومړى بوټسوانا ته د منډې جوړولو بلنه ورکړه .

د بوتسوانا لوبډله ورو لوبيدله او يو وخت داسې ښکاريدل چې دغه احتياط يې په دې نيت دى چې وروسته به تيزه لوبه کوي او ډير لوبغاړي به ورسره وي .

خو افغان بالرانو د بوټسوانا ټوله لوبډله په وروستي اوور کې يوازې په ١٢٨ منډو وسوځول .

افغان بيټسمينان چې تر اوسه په دغو اتلوليو کې ښه نه و ځليدلي نن ښه ولوبيدل .

خو د دوى ويره له تورو وريځو وه چې ورسره باران تړلى و .

د باران په حالت کې به افغانستان دغه لوبه په پنجشنبې له سره کوله .

 د افغانستان پر کريکټ لوبډلې خپل نظر ولولئ

په همدې دليل کريم صادق او کپتان نوروز منگل په پيل کې ډيره تيزه لوبه وکړه او په دريم اوور کې يې ٢٥ مندې کړې وې .

همدې تيزۍ کپتان وسوځاوۀ خو کريم صادق او نور علي ځدراڼ په چټکۍ لوبه پر مخ بېوله .

کريم صادق چې له جاپان سره يې هم ٤٧ مندې کړې وې له بوټسوانا سره وتوانيد چې ٦٣ تيزې منډې وکړي .

د افغانستان تکړه منډه جوړونکى محمد نبي نن بيا په لږو منډو وسوځيد خو دۀ په بالينگ کې خپله وړتيا وښووده .

نبي د بوټسوانا څلور لوبغاړي وسوځل . تيز بالر حميد حسن درې مخالف لوبغاړي وسوځول .

افغانستان په ٢٠ اوور کې يوازې د درو لوبغاړو په سوځيدو ټاکلى هدف ترلاسه کړ او د نيمه پايلوبو يا سيمي فاينل په لور يې لوى گام واخيست .

افغانستان به د سه شنبې په ورځ له سينگاپور او د چارشنبې په ورځ به له کوربه هيواد جرسي سره لوبه کوي .

 له بي بي سې نه په مننې

Category: خبرونه | Views: 786 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024