pashtana جمع, 2024-03-29, 11:40 AM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 27 » پر پوله دې اغزن مزي نه لګو ل کيږي
پر پوله دې اغزن مزي نه لګو ل کيږي
8:28 AM

افغان حکومت د پاکستان له هغې تگلارې تند غبرگون ښودلى چې د افغانستان سره پرگډه پوله اغزن مزي غزوي او څارگرې کمرې لگوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دغه کار د دواړو هېوادونو د قومونو ترمنځ د اړيکو د پرېکون په مانا بللى او گواښنه يې کړې چې پايلې به يې ښې نه وي.

افغان چارواکي وايي په دې اړه يې وار د مخه خپله اندېښنه له نړيوالې ټولنې او په ځانگړي ډول امريکاسره شريکه کړې ده.

پاکستان تېره ورځ اعلان وکړ چې افغانستان ته د وسله والو طالبانو او نورو اورپکو د ورتگ د مخنيوي پر موخه به له دغه هېواد سره په گډه پوله اغزن مزي غزوي او څارگرې کمري ولگوي.

افغان حکومت د پاکستان له لورې پر گډه پوله د اغزنو مزو غزول او څارگرو کيمرو لگول د دواړو هيوادونو د قومونو ترمنځ د بيلتون د گرښې په مانابللي.

حکومت وايي دغه کار په هيڅ ډول د ترهگرۍ سره د نړيوالې مبارزې په برخه کې مرسته نشي کولى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وويل په دې اړه يې وار د مخه خپله انديښنه نړيوالو هېوادونو او امريکا ته په ډاگه کړې ده.

د دغه وزارت وياند سلطان احمد بهين بي بي سي ته وويل دغه موضوع به د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير سره هم وڅيړي چې،ټاکل شوې په نژدې راتلونکې کې کابل ته راشي.

د پاکستان لومړي وزير يوسف گيلاني په خپل هيواد کې له طالب وسله والو سره د سولې د تړون تر لاسليک کولو وروسته تيره ورځ اعلان وکړ چې، له افغانستان سره به پر گډه پوله اغزن ديوالونو دروي او څارگرې کيمري لگوي چې دواړو هيوداونو ته د اورپکو د تک راتک مخه ونيول شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وويل په دې اړه يې وار د مخه خپله انديښنه نړيوالو هېوادونو او امريکا ته په ډاگه کړې ده.

د پاکستاني طالبانو يو تن مشر بيت الله مسيد د دغه هېواد له حکومت سره د سولي تر شوي تړون وروسته وويل، په افغانستان کې به د بهرنيو ځواکونو په وړاندې د ده په وينا خپل جهاد روان ساتي.

د پاکستاني طالبانو او د دغه هېواد د حکومت ترمنځ د سولي شوي تړون په افغانستان او بهر کې سخت غبرگونونو را وپارول.

ان برتانيا او په افغانستان کې د ناټو سرتيرو يې هم په اړه انديښنه وښوده.

د ناټو يو چارواکي وويل په سويلي وزيرستان کې د طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ تر تړون وروسته په دغو سيمو کې د وسله والو فعاليتونو لاپسې زور موندلى.

دا چې د پاکستان له لورې په سرحدي سيمو کې د اغزنو ديوالونو د دريدوتگلاره به دواړو هيوادونو ته دوسله والو طالبانو د تگ راتگ او بريدونو د مخنىوي په برخه کې څومره مهم رول ولوبوي؟

دا پوښتنه مې په کابل کې د سياسي علومو د    له بي بي سې نه په مننې

Category: خبرونه | Views: 822 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024