pashtana دوني, 2017-11-22, 8:20 AM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 26 » افغانستان او د ايران کلتوري يرغل
افغانستان او د ايران کلتوري يرغل
4:26 PM
محمد اسمعيل  يون
 
افغانستان د تاريخ په اوږدو كې د بېلابېلو هېوادونو او مختلفو امپراتوريو تر سياسي، پوځي او كلتوري يرغل لاندې راغلى دى. خو افغانانو په ډېره مېړانه د پرديو سياسي او پوځي يرغلونه پر شا تمبولي دي، خو د كلتوري يرغلونو اغېزې لكه د سياسي او پوځي هغو په شان ژر له منځه نه دي تللي. 
 
  د كلتوري يرغلونو په جمله كې د عربو، ايران، پاكستان او اوس- اوس د لوېديځې نړۍ د رنګارنګ كلتورونو د ځپلو يادون كولاى شو. د عربو كلتوري تاثيرات د ديني او مذهبي ارزښتونو د دودولو، د پاكستان كلتوري اغېزې د هغوى د سياسي او اقتصادي پرمختګونو او د لوېديځې نړۍ كلتوري اغېزې په افغانستان كې د هغوى د اوسنيو سياسي لېوالتياوو او تخنيكي برلاسۍ له امله رامنځته شوي دي. خو د ايران كلتوري تاثيرات د هغوى د مذهبي، سياسي او ژبنۍ پراختياغوښتنې له سياست سره تړاو لري او په افغانستان كې له پېړيو- پېړيو راهيسې دوام لري. 
  
 ايراني ليكوالو او د وخت سياستوالو هېڅكله هم په افغانستان كې خپله ژبنۍ لېوالتيا پټه كړې نه ده. ايرانيان افغانستان خپله ژبنۍ او فرهنګي حوزه ګڼي، د فرهنګي او مذهبي اغېز د ساتلو تر سيوري لاندې غواړي د اوږدې مودې لپاره خپلې سياسي ګټې هم خوندي او ترلاسه كړي. له همدې امله له پېړيو راهيسې د ايران د هر وخت حكومتونو هڅه كړې، په افغانستان كې د سياسي لاسوهنې تر څنګ فرهنګي لاسوهنه هم وكړي، له همدې كبله خو په افغانستان كې د كلتوري چارو د ادارو اكثره مسوولين پارسي ژبي او يا هم داسې پښتانه ټاكل شوي وو، چې د دري ژبې تر زيات تاثير لاندې به وو. كله چې د هند په نيمه وچه او د منځنۍ اسيا په بېلابېلو سيمو كې د پارسي ژبې په وړاندې نورې قومي ژبې راوټوكېدې، نو د پارسي ژبې لمن له دې سيمې څخه په ټولېدو شوه او يوازې د فارس (ايران) پر لوري د راټولېدلو په حال كې شوه. په منځنۍ اسيا كې روسي ژبې د پارسي ژبې ځاى ونيو او د هند په نيمه وچه كې لومړى نورو قومي ژبو او بيا وروسته انګرېزي ژبې د پارسي درباري حاكميت ختم كړ. په افغانستان كې د هوتكيانو، احمدشاه بابا، امير شېرعليخان، امير حبيب الله خان او غازي امان الله خان ژبنيو ريفورمونو (سمونونو) د پارسي ژبې پرله پسې درباري حاكميت له سخت ګواښ سره مخ كړ. په سقاوي اړ و دوړ كې ټول ريفورمونه پر شا وتمبول شول، خو د اعليحضرت محمد نادرخان په وخت كې پښتو ژبې ته يو ځل بيا اساسي پام ورواوښت، خو دا سمونونه هم د محمد نادرخان د وژنې له امله ټكني شول، خو د وزير محمد ګل خان مومند په شان د يو شمېر ملتپالو افغانانو په هڅو ژبني ريفورمونه ژوندي وساتل شول. د اعليحضرت محمد ظاهرشاه د واكمنۍ پر مهال په اساسي قانون كې د پښتو ژبې د ملي حق تثبيت، د افغانستان د ملي هويت د روښانتيا په لار كې يو مهم ګام و، تر هغه وروسته د ولسواكۍ په لسيزه كې هم پښتو ژبې تر يوه بريده وده وكړه. د ۱۳۵۷ل كال تر سياسي بدلون وروسته هم پښتو ژبې وده وكړه او ان د درباري ژبې حيثيت يې خپل كړ. تر دې وخت دمخه ټوله موده كې د ايران حكومت د پښتو ژبې د پرمختګ بهير ته خواشينى و او هڅه يې كوله، چې دا بهير له ځنډ او خنډ سره مخ كړي. 
  
 د شوروي اتحاد تر پوځي يرغل وروسته په افغانستان كې د پښتو ژبې د ودې بهير ټكنى شو او ژبنى پرمختګ د سياسي حالاتو تر اغېز لاندې راغى. د پښتو ژبې د ودې ګړندى بهير سست شو او پارسي ژبې ته زياته پاملرنه واړول شوه. پښتو د دولت په رسمي خپرونو كې د دويمې او ژباړيزې ژبې پوړۍ ته راټيټه شوه. د شوروي اتحاد پښتون ضد اشخاص او د مشخصو لږكيو د پياوړتيا پاليسۍ- د دې سبب شوه، چې پښتو ژبه او پښتني فرهنګ په زياتو برخو كې وځپل شي. د شوروي اتحاد حكومت، كه څه هم له سياسي پلوه د ايران د مذهبي حكومت مخالف و، خو په ژبنۍ او فرهنګي برخه كې د شوروي اتحاد افغان ضد سياست، عملاً د ايران د هيلو مطابق عمل و. 
  
 په داسې حال كې چې په كابل كې د روس پلوه حكومت پر فرهنګي او خپرنيو مركزونو او وسايلو واكمنه فضا، د ايران د دوديزې فرهنګي او ژبنۍ پراختياغوښتنې له هيلو سره سمه وه، خو ايران بيا هم پر دې بسنه (اكتفا) ونه كړه، په ايران كې مېشت اته ګوني شيعه ګوندونه چې له مذهبي او ژبني پلوه يې د دوى ايډيالوژي تعقيبوله، په خپلو ټولو امكاناتو يې ښه سمبال كړل او ډېر يې ونازول، ايران مېشتې شيعه مذهبي ډلې دومره زياتې د ايران تر اغېزې لاندې راغلې، چې د ايران مذهبي او سياسي مشران يې خپل مشران ګڼل او د هغوى پر مشرۍ يې وياړ كاوه. دې ډلو كه څه هم جهاد او مذهب خپل شعار ټاكلى و، خو په حقيقت كې قومي او ژبنى عنصر په كې تر بل هر څيز ډېر قوي و. دغو جهادي ډلو په كابل حكومت كې له نورو واكمنو شيعه ډلو سره په پټه او ښكاره داسې اړيكي درلودل، چې په ايران پالنه او ژبپالنه كې يې بيا ګډې هڅې په ښه ډول څرګندېدلې. د ډاكټر نجيب الله د واكمنۍ پر مهال به د ايران اسلامي انقلاب او د ايران نورې مذهبي او سياسي ورځې د همدې شيعه واكمنو ډلو په مرسته په داسې شاندارو مراسمو سره لمانځل كېدې، چې ځينو به دا فكر كاوه، دا د افغانستان مركز كابل نه دى، بلكې د ايران كوم لوى ښار دى. د خميني او د ايران د نورو مشرانو عكسونه به پر موټرونو ځړېدلي وو او په لاريونونو كې به د (الله اكبر، خميني رهبر) غږونه اورېدل كېدل. 
 
  د ايران حكومت له ژبني او مذهبي پلوه پر ايران مېشتو اته ګونو شيعه ګوندونو سربېره، له پاكستان مېشتي اسلامي جمعيت ګوند سره هم ښه اړيكي درلودل. له جمعيت تنظيم سره د ايران د خوږو اړيكو درلودلو د علت مركزي ټكى د هغوى ژبنۍ او فرهنګي لېوالتيا وه. د استاد رباني اسلامي جمعيت تنظيم د خپل سياسي ژوندانه په كار او فعاليت كې خپل قومي او ژبني تمايلات تر هر چا زيات ښه ډاګيز كړي وو او د اسلام او جهاد تر چتر لاندې يې دا بله ستراتيژي هم پرمخ وړله. 
 
  د ايران او اسلامي جمعيت ترمنځ رښتيني اړيكي دومره ټينګ وو، چې يو وخت د جمعيت تنظيم مشر پروفيسور برهان الدين رباني له ايران سره د ګډې فرهنګي همكارۍ او ستراتيژۍ تړون هم لاسليك كړ. ايران او افغانستان يې دومره هم فرهنګه او يوژبي هېواونه وګڼل. خو پر كابل باندې د استاد برهان الدين رباني د نيمواكې واكمنۍ پر مهال په كابل حكومت كې د ايران پلوې اصلي ډلې- يانې وحدت ګوند له غوښتنې سره سم- د مناسبې ونډې د نشتوالي له امله د استاد رباني له ادارې سره له سياسي پلوه د ايران د حكومت اړيكي ترينګلي وو، دغه راز دا مهال كابل د تنظيمي جګړو ډګر و او د ايران د فرهنګي فعاليت لپاره چندان زمينه برابره نه وه، خو بيا هم د كابل يوشمېر خپرونو ايراني بڼه خپلوله. همدا مهال يو شمېر فرهنګي او علمي مركزونه له ايران څخه د مرستې په نامه په لسګونو زره عنوانه كتابونه راغلل او په علمي مركزونو او د هغوى په كتابتونونو كې ځاى پرځاى شول. خو كله چې د طالبانو د تحريك د زور له امله د استاد رباني د تنظيم واك له كابل او د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه ټول او يوازې د هېواد په يو نيم ګوټ كې راټول شو، نو د ايران حكومت بيا د استاد رباني د سمبوليك او تمثيلي حكومت هر ډول سياسي، اقتصادي او تبليغاتي ملاتړ ته راودانګل. دا وخت د ايران اكثرو راډيوګانو، ټلويزيوني او چاپي خپرونو د استاد رباني د تمثيلي حكومت تاييدونه او د طالبانو د نظام غندنه خپله اصلي موخه كړه، ان تر دې بريده چې د استاد رباني د شړل شوي حكومت ټول نشرات يوې سلنې ته هم نه رسېدل، د ايران خپرونو دا وخت دومره سپين سترګي كوله، چې د نړۍ هېڅ هېواد به په بل هېواد كې د كوم خپل خوښي تنظيم يا حكومت لپاره نه وي كړي، كله چې د امريكايي ځواكونو په زور د طالبانو نظام ړنګ شو، نو ايران ته ډېره ښه زمينه په لاس ورغله، چې هم له طالبانو څخه خپل سياسي غچ واخلي او هم په افغانستان كې خپل ژبنى او فرهنګي پلان عملي كړي. پاكستان دا وخت په افغانستان كې د سياسي لوبې يو بايلونكى هېواد ګڼل كېده، سعودي عربستان هم له سياسي ډګر څخه ليرې شوى و. د امريكا متحدو ايالتونو هم خپلو سياسي هدفونو ته ترجېح وركوله، د منځنۍ اسيا هېوادونه اكثره له ايران سره موافق وو او كه ځينې بيا موافق نه وو، نو مخالف هم نه وو. 
 
  امريكايانو هم نه غوښتل د ايران د فرهنګي نفوذ د پراختيا د مخنيوي لپاره خپله انرژي مصرف كړي. دا ټول لاملونه د دې سبب شول چې ايران ته طلايي چانس په ګوتو ورشي او هغوى د خپلې اوږدې او لنډې مودې فرهنګي پلانونه عملي كړي. د ايران د كلتوري اغېز لپاره بل طلايي چانس دا و، چې اكثره كلتوري وزارتونه لكه د بهرنيو چارو، لوړو زده كړو او اطلاعاتو او كلتور وزارتونه د ايران پلويو اشخاصو په لاسونو كې پرېوتل، په كابل كې د ايران سفارت فعلاً د افغانستان له اطلاعاتو او كلتور وزارت سره په لسګونو بېلابېل قراردادونه لاسليك كړل، چې هر يوه يې په افغانستان كې د ايراني كلتور او ژبې پراختيا ته لار اواروله، د ايران په سفارت كې څو ځله داسې خاصې غونډې او مېلمستياوې برابرې شوې او په هغو كې هغه ډول اشخاصو ته بلنه وركړل شوې وه چې د ايرانپالنې روحيه يې لرله.
 
  
 تر دې وروسته په ښكاره ډول د افغانستان پر ملي ټرمينالوژۍ د ايرانۍ ټرمينالوژۍ يرغل پيل شو او ګڼ شمېر پارسي ژبې- افغاني خپرونې ترې ډكې شوې، ان تردې چې دولتي او رسمي خپرونې د ايران ټرمينالوژۍ د تبليغ اوترويج اصلي وسيلې وګرځېدې. يوشمېر خپرونې د ايراني خپرونو په شكل، سليقه او ډيزاين چاپ شوې، علمي او كلتوري مركزونو ته هم د ايران پالنې او ايرانۍ ټرمينالوژۍ لمن خپره شوه. 
 
  
 ايران د افغانستان پر علمي مركزونو دومره واكمن شو، چې ان د لوړو زده كړو لپاره د كانكور د ازموينې پاڼې هم په ايران كې چاپ شوې او د كتنې لپاره بيا هم ايران ته واستول شوې. 
 
 
 دا د افغانستان د لوړو زده كړو د تاريخ په ټول بهير كې تر ټولو بدرنګه پېښه ده، چې افغانستان ورسره په تېر كې هېڅكله هم نه و مخامخ شوى. د افغانستان په پوهنتونونو كې ايراني ټرمينالوژي دود شوې، له دې كار سره تر ټولو لومړى په خپله د لوړو زده كړو او اطلاعاتو او كلتور وزارت- اول لاس چارواكو مرسته كوله او ورته لېوال وو، ايراني ټرمينالوژي نه يوازې په علمي مركزونو كې خپره شوه، بلكې پوځي مركزونو ته يې هم لار وكړه.يو شمېرايراني پلويواشخاصو هڅه پيل كړه، چې عسكري اصطلاحات چې د امير شېرعليخان له وخته بيا تردې مهاله په پښتو وو، له منځه يوسي او پرځاى يې ايراني عسكري اصطلاحات دود كړي. 

  ايراني اصطلاحاتو په چاپي خپرونو كې د ځاى نيونې تر څنګ ټلويزيون او راډيويي خپرونو ته هم لار وكړه، كابل ټلويزيون او ځينې نورې ټلويزيوني خپرونې اكثره ايراني فلمونه او يا هم په ايران كې ژباړل شوي او دوبله شوي فلمونه خپرول او خپروي يې.سړى دا فكر نه شي كولاى چې دا د افغانستان ټلويزيون خپرونې دي؟ يانې كله چې سړى په كابل كې- په مجموعي ډول پارسي خپرونې لولي اوګوري، نو سړى ته له ورايه ايران تداعي كېږي او فكر كوي، چې د ايران په كوم لوى ښار كې اوسي.
 
  كه چېرې د ايران فرهنګي يرغل همداسې دوام ومومي او د مخنيوي لپاره يې اساسي ګامونه پورته نه شي، نو ليرې نه ده چې د افغان ملت ملي هويت به هم د ايران د فرهنګي يرغل په خم كې دل او حل
Category: ليکني | Views: 702 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2017