pashtana جمع, 2024-04-26, 2:19 AM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 26 » له مورنى او ملي ژبې پښتو سره دارواښاد محمد ګل مومند بابا مينه
له مورنى او ملي ژبې پښتو سره دارواښاد محمد ګل مومند بابا مينه
4:09 PM
سر محقق علي  محمد  منګل


له مورنۍ او ملي ژبې پښتو سره دارواښاد
محمد گل خان مومندبابا مينه


د ارواښاد محمدگل خان مومندبابا د پښتني ستر شخصيت ، پښتونوالۍ، پښتانه او پښتوسره دده داورينې اوزياتې مينې لـه لامله د ښوونځي لـه وخت څخه تر دا اوس پورې، چې نږدې پنځوس كاله كېږي، ځينو هېوادوالو او زياتو دوستانو راڅخه رنگ په رنگ څه گډې وډې پوښتنې كړي، چې ډېرې مې هېرې او پر ډډومې هم يو څه تېرې كړې دي؛ ددغو پوښتنو په لړكښې يو ځل يوه پوه او دوست د سمندر خان سمندر غوندې د ستر پښتون كوم شعر،مضمون او ليكنه چېرې لوستلې او مطالعه كړې وه يا به يې له چا اوريدلې وه؛ نويوه ورځ يې ناببره په خندا راته داسې وويل :

په دې كښې څه وايې، چې سمندرخان سمندر د قرآن عظيم په لړكښې ويلي دي، چې :

"خداى هم پښتون دى د پښتون په سرجگړه كوي"

دا ليا څه کوې وگوره ! " چې دامحمد گل خان مومند بيا همدغسې دى، چې بې له پښتو او پښتون څخه بل څوك نه مني."

راته ووايه ، چې ته د سمندر خان سمندر ددغه نيم بيتي غوندې خبرې او د محمد گل خان مومند ددغه كلام او خبرو په اړه څه وايې . دا يو، خداى پښتون گڼي او بل بې لـه پښتو او پښتون څخه بل څوك نه مني او نه يې غواړي؟!
زما ددوست په دغو پوښتنوکښې زه حيران غوندې شوم، چې داكوږ،څنگزن بحث يې نن بياله كومه را پيداكړى اوولې دومره ځورېدلى او پرې ټينگ دى؟
خبره داوه، چې هغه پښتون نه و، پښتو يې هم زده نه وه ؛كه پرې پوهېدو هم نه يې ويله .د پښتو او پښتانه په اړوند يې دې ته ورته نورې پوښتنې هم له ما څو څو وارې په خندا کړې دي،خو داځل يې زما فكر يو څه راخراب كړ.

ما هم په خندا ورته وويل:

اې دوسته او ښاغليه! د سمندر خان سمندر خبره په خپله برخه كښې پرځاى ،رنگينه او گلورينه ده؛ ځكه تا د مولينا بلخي په مثنوي كښې د شپانه (چوپان) او د موسى عليه اسلام كيسه نه د ه لېدلې؛ هغه كيسه، چې موليناپه مثنوي كښې بيان كړې، هغه دې لوستلې ده اوكه نه؟ له هغې څخه ،خو په جوته داسې څرگندېږي، چې هرڅوك د خداى په اړه خيال او تصور د خپل عقل ،پوهې او فكر له مخې كوي؛ نو ته بايد په دې قانع شې، چې د سمندر خان غوندې يوه پښتون ته به خداى پاك پښتون معلوميږي او فرانسوي ته به فرانسوي. كه چېرې د مولينا بلخي د كيسې دادليل څوك ومني؛ نود سمندر دانيم بيتي او كلام هم سم دى...

د محمد گل خان مومند پښتو او پښتونواله؛ ځكه سمه ده، چې هيڅوك له خپلې مورنۍ ژبې او فرهنگ څخه نه تېريږي.

اې زما وروره! كه داسې نه وي؛ نو ته ولې په فارسي ټينگ يې او يو ټكى پښتوله ماسره نه وايې او نه يې زده كوې او زه هره گړۍ تاته په فارسي لكه طوطي گډيم . دا؛ ځكه، چې دا دواړه ژبې ماته ديومخ دوې سترگې دي. فكر كوم، چې ستا ذهنيت غولوونکى،څنگزن اوسيمه ييز دى.

د يو پوه او عالم سره دانه ښايي .

گوره ! سمندر خان سمندر نوميالى پښتون و، پښتو ته ېې ډېر خدمت كړى ، د محمد گل خان مومند حق په ټولو افغانانو بيخي ډېر زيات او ځانگړى دى . ده د پښتنو لپاره د پښتوژبې پراختيا ته ډېرې ستونزي پر ځان گاللي او منلې وې او پوره خدمت يې ورته كړى دى.

دامې، چې ورته وويل،بيا يې هم وخندل او دا يې وويل، چې فارسي"همه چيز دارد"، ما په موسكا ورته وويل، چې هر چاته مورنۍ ژبه "همه چيز دارد". دا؛ ځكه: ته هم ښه پوهېږې، چې د جهان په ټولو ژبو افهام او تفهيم ، خبرې او اترې ترسره كېږي؛ نوڅه"چيز دارد" ؟ دا مې، چې ورته وويل؛ نو يې غاړه تازه كړه بيا يې وويل: "منگل توزور ورهستي". په پاى کښې اړ شوم ؛ په نرمه موسكا مې بيا ورته وويل :"زورور توهستي كه فارسي همه چيز دارد"، پښتو به گفته شماهيچيزنه دارد پس من زورورهستم يا تو و گر نه اين حكايت زيرين ما درم راخوب گوش كن :

مورمې دې خداى وبخښي،هغه وخت زمونږ كور په كابل كښې نه و، زه درحمان بابا د ليسې د دوولسم ټولگې زده كوونكى وم، مورمې ناروغه وه ، د علاج او درملنې لپاره مې كابل ته راوستلې وه ؛ مورمې د كلي اوبا نډې ديوې پښتنې ښځې ذهنيت او سپېڅلى فكر درلود.

ما به، چې مور، ډاكترته وروستله ددې او ډاكتر تر منځ زه ترجمان وم،ددې خبرې به مې ډاكترته په فارسي كولې، دوا به مې، چي اخستله ،له درملتون والاسره به مې هم په فارسې خبرې كولې.

لنډه دا، چې د كابل په ښاركښې زه په فارسي غږيدم، مورمې د ې خداى وبخښي او جنت يې ځاى شه، ډېره د حيا څښتنه وه .يوه شپه يې د ماخوستن په مهال كښې راته وويل:

زويه! كه راپسې قهر يږې نه دا د كابل په ښاركښې، خو لكه، چې مسلمان نشته.ماپه خندا ورته وويل: مورې! دا فكر دڅه نه درته پيدا شو؟ او داڅه راته وايې ؟

مورمې په نرمه ژبه راته وويل: ته خوله هر چا سره " چې ،مېچي" وايې او په پښتو، خو هيڅوك نه درسره غږېږي؛ ځكه مې وويل، چې دلته به مسلمان نه وي. مسلمان، خو په پښتو غږېږي. په دغه درنگ كښې، چې ما او دې خبرې كولې؛ نو ملاصاحب د ما سخوتن آذان پيل كړ. هغه چوپه خوله شوه او سوڼ يې نه كاوه. د آذان له پاى ته رسيدنې څخه وروسته يې كلمه او بسم الله تېره كړه ،شكر يې وباسه، چې مسلمانان، خو شته.

ما ورته وويل، چې هو! دلته، خو ټول ښارشكردى له مسلمانانو څخه ډك دى. هر څوك، چې په هره ژبه خبرې كوي هغه ټول مسلمانان دي ؛ نو مې دوست او اشنا ته وويل:

اى وروره! زما د مور په خيال هغه څوك مسلمانان ول، چې هغو په پښتو خبرې كولى شوې؛ نو ددې په فكر سره، چې چاپښتونه ويله هغه به خامخا مشركان ول؛ ځكه، چې دې خواركۍ ته نورې ژبې نه وې ورمعلومې او كليوالي ذهنيت يې درلود.

د انصاف تله ته واخله او ووايه، چې ما به خپله دغه پښتنه ،خوساده مور څنگه پوهوله ؟

د پښتو په اړه اوس هم زما د دوست په شان ډېر نامتعصب پښتانه، پښتو ژبه د دوزخيا نو ژبه بولي اوهغه زما د مور په شان بې سواده او ساده هم نه دي. د خوښۍ ځاى دى، چې تر ډوكتورا،ماسټرۍ ،كالج او ليسانس پورې د علم او پوهنې درجې لري، لـه دې سره بيا هم لكه، چې وينو د تېرې زمانې ذهنيت يې په فكر كښې انځورد ى او پښتانه پاشست او پښتو د دوزخيانو ژبه بولي.

زمونږ ستر پښتون ارواښاد حمزه شينوارى، د پښتو د غزل بابا لكه، چې دغسې وړو وړو خبرو خپه كړى غوندې و او د دوى د ذهنيت په اړه يې په ډېره تېره ژبه د خپلې مورنۍ ژبې د مينې حق ته داسې دردانې كښلي دي:

وايي اغيار چې د دوزخ ژبه ده

زه به جنت ته د پښتو سره ځم

حمزه بابا

هوکې !

زه د بخښنې پر غوښنتې دا وايم، چې دا دسر او مقدمې خبرې لـه مانه اوږ دې شوې، كه يې په همدې ځاى بس نه كم؛ نو خبره به رسالې ته ورسېږي.

زماله دې خبرونه موخه دا وه، چې لـه ژبو سره رخه ،لـه قوم سره رخه او لـه پوهانو سره رخه كول اوس ښکاري، چې هسې وخت ضايع كول دي او يا هغه روحي رنځورۍ غوندې ده، چې کوم چا ته پيداشوې وي او يا دا، چې د چاله خوابه تحريك كېږي.

هر چاته لازمه ده، چې د جهان لـه ټولو ژبو سره مينه ولري، هر قام او ټبر بايد خپله ژبه هېره نه كړي؛ ځكه ژبه انسان ته الله (ج) وركړې او په دې سره يې اشرف د مخلوقاتو نومولى دى. نورژوي او مخلوق، چې ژبه نه لري، هيڅ شى نه لري. يواځې خوراك كوي او بس. مونږ ته دا لازمه ده، چې كه وكولاى شو د جهان ټولې ژبې زده كړو. د ژبوپه زده كړه کښې مونږ انسان پېژنو، انسانيت پېژنو، ځان پېژنو ، الله پاك پېژنو، خپل فرهنگ او نړېوال فرهنگ پېژنو. كه انسان ژبه ونه لري، له حيوان سره يې توپير نه كېږي.

په هر حال بيا هم د ډېر زيات عذر په وړاندې کولو سره به پر اصل مطلب خبرې وكړم، چې هغه د ارواښاد محمد گل مومند له مورنۍ او ملي ژبې پښتو سره مينه ده.

دمحمد گل خان مومند بابا ولې له پښتو سره مينه وه؟
زما په گومان د پښتنو دغه ستر پېژندونکي محمد گل خان مومند بابا؛ ځكه د پښتو سره مينه لرله، چې لا تراوسه جنگونو،لېږد،وژنو،بې برخې کولو،كډې كولو او پرديسيو دده د مظلوم ټبر_ پښتون لمن نه ده پرې ايښې.

دى پوهيده، چې له ډېرو زمانو او پېړيو راهيسې زما د خوار،بېوسه او رنځور ولس فرهنگ د وركې، تالان او د تباهۍ گردونو سپېره ساتلى او له پېړيو راهيسې يې زمونږ د ژبې توري د خپرونو په مخونو،پاڼو او لمنو كښې ډېر لږ رارنگين كړي او لږ راټوكيږي او يا، خو يې ټوكېدلو ته څوك جوړ غوندې هم نه دى.

ده ته دا هم جوته وه، چې د ډېرو تېريو او ظلمونو له كبله مونږ ته د پښتنو شاعرانو قلمي اثار، ادبي كتابونه ، علمي پانگې د گوتو په شمار راپاتې دي. د پښتو او پښتنو دغه نيمگړى حال زمونږ دغه لوى پښتون ډېر ځورولى او كړولى و. له همدې كبله يې د خپل درانده اثر((د پښتو د ژبې لياره ليا صرف اونحو)) په مدخل او "ننه توځه ى" (نتوځى ،سريزه او مقدمه )كښې د ځان او ژبې په اړه د داسې يو حقيقت راسپړلوته اشاره كړې، چې په ترتيب سره به دلته په نوي ليكدودکښې وړاندې شي:

"زه د خپلو او خپلوانو او د كام او عزيزانو په منځ يعنې د بوبو پښتنو په چاپېر(محيط) كښې لوى شوى نه يم؛ نو، ځكه زما معلومات په پښتو كښې لـه سره بشپړ نه دي، په وړكينې كښې مې پاړسو ډېره او پښتو لږه ويلې. كه ووايم، چې پر ما د غسې وختونه راغلي، چې په مياشتو څه، چې په كالونوكښې هم ماد پښتو خبرې نه دي كړي، مبالغه به نه وي، د خپلو خپلوانو نه لرې د كابل په ښاركښې پيدا او لوى شوى يم. عزيزانو سره كه څه هم نه وه شلېدلې، خو ډېره ټينگه هم نه وه .

هوكې!

پښتو مې زده وه، خولږه ، مې ويلې . د لږو ويلو له لامله كړكېچووه، اما وروسته په لوى والي كښې، چې پرې پوه شوم د پښتنو او خپلو عزيزانو سره مې لاره مينده كړه ، پښتو ته مې مخه وكړه او خپل معلومات مې څه په كښې ډېر كړل، خصوصًا د گرانو عزيزانو غښتليو شينوارو پېغور زه ويښ كړم. كه څه هم اوس مې تريوې درجې پورې اختصاص په كښې ميندلى او دېرى عزيزان ما متخصص بولي، خو ښه پرې پوهېږم، چې زما معلومات په پښتو كښې هغسې، چې لازم دي ليا بشپړ نه دي، صرف دغومره دي، چې زما كار نيمگړى پرې چلېږي. زما علمي استعداد هم كافي نه دى؛ ځكه تحصيل مې منظم او مكمل نه و.

په هر حال سره پسېره (سربېره) د همدغه نيمگړتيا او عجز خپل همت مې ټيټ كړى نه دى، په جرئت سره د چارې ډاگي (ميدان) ته وتلى، غواړم، چې علمي اوادبي خدمت خپلو پښتنو وروڼو ته وكړم؛ ځكه، چې پښتانه عالمان او اديبان د چارې په ډاگي او ډگر كښې لږ وينم.

نن ورځ دغه نيمگړي چوپړ ته ډېر ضرورت دى، نن ورځ د فداكارۍ ورځ ده؛ ښايي، چې ښه ليانابوده نامه ته ونه كتل شي او د ليوني په څېرد ملت چوپړ په ښه نيت اوسم نصب العين ووهل شي؛ نو دغه دى، چې پر لوى څښتن مې توكل كړى (( د سيند )) له تاليفه وروسته مې د پښتو د صرف اونحوې پر تاليف پېښه وكړه او خاوند تعالى په خپل لطف اوكرم سره توفيق راكړ.

دغه كتاب هم په ښه وخت كښې د پښتنو عزيزانو او د پښتو دشائقينو د استفادې لپاره تيارشو او ډاگي او ډگرته ووت. ددغه وخت ښه والى دغه دى، چې د پښتو نهضت او خوځېدل په وطن كښې قوت ميندلى او دغه نظريه، چې ملي امتياز، ملي شته والى، ملي يو والى، ملي لوړوالى، دپښتو او پښتونوالې پالنه ... او نور پښتو پورې اړه لري .

(وگورئ، دمحمد گل مومند، د پښتو د ژبې لياره _ د ساپى پښتو څېړنو او پراختيا مركز_د(څ، ځ- خ- د) مخونه ، دوه يم چاپ 1383 - پېښور).

زمونږ ستر او پوه پښتون محمدگل خان مومند د خپل كولتور او فرهنگ د غنا لـپاره تر هر څه د مخه ملي يووالى بنسټ اواساس بولي او ژبه د دغه بنسټ او بنياد بيخي اساسي او ارزښتمنه ارابه او ستره كړۍ گڼي؛ ځكه، چې د ژبې پر ژوندۍ ساتلو، ملت او ولس ژوندى پاتې كېږي. ارواښاد محمدگل مومند بابا ملي يووالى او د ملي پيوستون او د ژبې غنا يو د بل سر د ځنځير د كړيو په مثال بولي،كه ملي پيوستون نه وي، ملي فرهنگ وركېږي او دې ته هم ځيردى كه ملي ژبه په ملت كښې نه وي؛ نو د ملي يو والي ستر كالبوت ته زيان رسېږي.

دى همدغو ډېرو غوره بشري، انساني او دملت د پېژندنې موضوع گانو ته په ډېره مينه اوليوالتيا گوري ؛ رښتيني او ژورمفهوم ته يې ځير شوى او د خپلې عالي ځير كتيا له مخې يې داسې په زياتې مينې سره راته كښلي اوويلي دي، چې: " جوته خبره ده، چې ملتونه يو د بل څخه په ژبې سره بېلېږي. يعنې لومړنى او ډېر مهم امتياز د هر يوه ملت همدغه ژبه ده، نور خصوصيات او پاتې امتيازات او مميزات ټول له دغه نه وروسته دي او درست د ملي ژبې تراثراو سيوري لاندې پاتې كېداى شي؛ نو د يوه ملت ژبه هر څومره، چې خلل مينده كي ،هماغومره ملي خصايص او خصايل او نور مميزه او صاف يې خلل مينده كوي."
( وگورئ محمد گل مومند، د پښتو د ژبې لياره، الف – ب مخونه )

د محمد گل خان مومند بابا له دغو پورته سپارښتنې څخه په جوته معلومېږي، چې د ژبې رسالت ډېر غوره دى او دغه رسالت هغه وخت ارزښتمن پاتې كېدى شي، چې ژبه په ژبني، كولتوري او ادبي لحاظ سوچه او نږه وساتل شي؛ يو به يې خپل رنگين او گلورين ښايسته رنگ ساتلى وي او بل به يې ويونکي پرې روزل شوي وي .

په دغه اړه يې جوته څرگندونه داده : "د يوه ملت په ژبه كښې، چې هر څومره د بل ملت ژبه نفوذ مينده كي هماغومره سياست ، اقتصاد، اجتماعيات، ملي فرهنگ- اخلاق، ملي ادب، ملي عادات، ملي رسومات او عنعنات ، ټول ملي خصايل او خصايص حتا ذهنيت، افكار، حسيات او مدنيت يې نفوذ مينده كوي او هماغومره د هغې ژبې د خاوندانو نامريي برى او غلبه د دغې بلې ژبې پر خاوندانو تامينوي."(د پښتو د ژبې لياره ، ب مخ ).

د پښتنو دغه ستر او لوى مشر، چې خپله په پښتني چاپېركښې نه وزېږيدلى، د خپلې مورنۍ ژبې په برخه كښې يې دويجاړتيا روان حال په سترگو ليدلى دى.

زه دده د لوړفكر پلوى يم؛ ځكه كله، چي يوملت محكوم شي، دا د دې مفهوم لري، چې دغه ملت ووژلاى شو او لـه منځه ولاړ، دمنځه تلل يې په ژبه يعنې مورنۍ ژبې پورې اړه لري. ژبه، چې ترې واخستل شي؛ نو يې ژبه ترې وركه كړه او مغلوبه شوه. ددې پر ځاى؛ چې بله ژبه پرې حاكمه شي،خپله محکوم کيږي؛ نو كله، چي دغه خوار او مغلوب ملت، چې په غالبه او پرې په زوره تپل شوې ژبه زړده كړه پيل كړي؛ نو د خپلې مورنۍ ژبې څخه ليرې، ورو، ورو يې هېرېږي او د هغې هېڅ تورى او كلمه نه ورته پاتې كېږي. همدابيا ستر علت شي، چې ملي هويت يې هم په دې ډول سره ورو ورو ، وركېږي او له منځه ځي.

محمدگل مومند بابا د ښکېلاک دغه تريخ حال ته په ژورې معنا ځير شوى او وايي :

"كه د يوملت ژبه د بل ملت ژبې ته مغلوبه شوه (و) گڼه هغه ملت په دغو (يادوشويو) پاسنو ټولو خصوصياتو كښې ورته پړشو. علي الخصوص كه اقليتونه هم دهغې ژبې د خاوندانو په دغه ملت كښې وي؛ نو سياست، معارف، مهمې اوگټورې اقتصادي چارې _ لويه برخه دملي پانگې ټوله د هماغه اقليتونو په لاس کښې لويږي؛ نو په دغه حال هوسا توب او راحت، ځواك، عزت او مرتبت د هماغو لږو وي، درست مشاق او مزاحم ټوله ناهوسايي د همدغه خوار اكرب بېوزلي ملت وي، ډېر لوى ملت د هماغه لږو دگټې لپاره به استعمالېږي ... "

( وگورئ ، د پښتو د ژبې لياره _ب او پ مخونه ).

په انساني او بشري ژوند كښې لـه پېړيو راهيسې دا جوته ده، چې كله د استشمار او استعمار د شومو موخو او اهدافو لـه مخې يو ملت خپل كولتور او فرهنگ له لاسه وركړي او يا په لوى لاس ورته شاكړي او بې اهميته يې وگڼي؛ نوهغه ملت يو خوار، بېوزلـه او د مريتوب پر خواريو خوارشي او د غلامۍ په لومه كښې ښكېل پاتې شي، گټې به دى كوي او خوري به يې نور ... دغه كرغېړن او لوغړن حال، چې په بشري ټولنو كښې تراوسه هم وجود لري، زمونږ بابا محمدگل خان مومند ورته ډېره ځير كتنه كړې ده ،څه ښه پنداو عبرت يې وړاندې کړى دى :

" ... دغه په خواريو خواربه ... تل سوكړك خوري، پېټي به وړي او هغه نور به خوږوبي اوټيكلگې نغري،دوى به بربډ گرځي او هغوى به وريښمين كالي اغوندي ، ددوى به كوډۍ ( څپرۍ ) نه وي، د هغوى به بنگلې ولاړې وي، دوى به كلى نه لري، د هغوى به ښارونه نه بسيږي ، دوى به پلي گرځي، هغوى به گړندي گاډي ځغلوي... په عين واكدارۍ كښې به بې واكه ،په عين وطندارۍ كښې به بې وطنه وي،په خپل وطن كښې به غريب او پردېس وي... په خپل وطن كښې به محكوم او هر گوره به مظلوم وي ... "

( دپښتو د ژبې لياره _ پ مخ)

لكه، چې لوړه يو څه اشاره غوندې وشوه، زمونږ نوميالى او اتل پښتون محمد گل مومند بابا بيا هم په ډېرې ځانگړې ځيركتيا او دسترگوپه ليدلي حال دې ته پوره پوره ځير شوى اوپه څرگنده دده د نظر د رڼا او اساس له مخې داويلى شو،چې: د هر هغه ولس او خلكو، چې مورنۍ ژبه يې خواره او مغلوبه شي؛ نو په دې سره يې ملي كولتور هم هېرېږي، د پردۍ ژبې دزده كړې او غلبې له لامله به اجنبي پرستۍ ته خامخا هم مخه وكړي او د بد بختيو او بې قدريو به هم ورته رامخه شي.

د محمدگل خان مومند بابا اند په دغه اړه داسې انځور شوى: "... خپل به ورته پردى شي؛ ځكه، چې په نامه كه څه هم خپل وي، خوافكار، احساسات، اقوال، اعمال او افعال يې ، اغوسته، خواړه يې، ځواك او ژوندون يې بشپړليا نيمگړي..." وي ؛ځكه دى د خپل واك نه وي.

( د پښتو د ژبې لياره_ پ او ت مخونه )

ارواښاد محمد گل مومند بابا ددغه شان يو خوار، بېوزله ،بې لاسو،بې پښوله ځواك او زوره لوېدلي ملت پر دغه ناوړه حالت او بې ارزښته ژوند داسې فريادونه اوچت كړي دي: "... خوږ، درد به يې نه دواكېږي، ناروغتيا به يې نه رغېږي ، ... په خپل وطن كښې به خوار او د خپل پردي په سترگو كښې به بې مقداروي، ... زيار به ددوى وي، ځواك به د نورو ،علم او مدنيت، ثروت او غزت به د نورو وي او اصلي وارثان د هغې خاورې، چې ځمكه يې ددوى په هډوكو په گزونو جگه شوې وي، د ځناوروپه شان به گرځي..." دداسې ظالمو په منځ كښې به د "... ځناورو ... قدر وي، خو ددغو خوارو به نه وي ..."

( دپښتو دژبې لياره_ ت مخ)

كه يو محقق او څېړونكى د محمد گل خان مومند بابا پورتنيو ډېرو درنو او په تول تلليو خبروته په مينه ځير شي؛ نو دې پايلې ته به ورسېږي، چې رښتيا هم تراستعمار او استثمار لاندې ملتو ته دا ډېره شومه او بده ورځ ده. دا؛ ځكه كله، چې د يوملت ژبه وركه او نيست شي؛ نو داملت ورك شو. داولې؟ دا؛ ځكه ژبه د يوملت ساه ،د ژوند اساس او روح دى په كالبوت او تن كښې، چې ساه او روح نه وي هسې د هډوكو او غوښويوبې معنا څيز دى، چې ورو ورو له منځه ځي. له همدې كبله ستر پوه او نوميالي پښتونپوه، د پښتو او پښتون په حال غمجن محمد گل خان مومند بابا د خپل ملت ، خپلې ژبې او خپل كولتور د خوندي او ژوندي ساتلو لپاره داسې له تدبيره ډك فكر كړى،چې په رڼا كښې يې خپلو خپلوانو، ټبر او افغان ولس ته داسې په مينه يادونه او سپارښتنه وړاندې کړې ده:

"هرڅه، چې وي د ملت سعادت، سلامت، عافيت، راحت، عزت، ملي شته والى، هر ډول لوړوالى، د ملي شوْناتو پاينه، د وطن ساتنه، په عزت او هوساينې سره ژوندون، په عزت سره مړينه او د نړۍ څخه په ښه نامه سره تگ او نور ټول په ملي يووالي پورې ، مليته پورې او هغه هم ملي ژبې پورې يې اړه لري .( لكه، چې پاس وويل شو بياهم وايم) كه ژبې خلل مينده كړ دغه ټول خلل مينده كوي او كه (ژبه) محوه شوه، دا ټول محوه كېږي او دهغه ملت نوم او نخښه د نړۍ د مخ څخه وركېږي."

( د پښتو د ژبې لياره _ ټ مخ )

زه د محمد گل مومند بابا ددغې سترې نظر يې پلوي يم. دا؛ ځكه،چې د مومند بابا پر دې ډېر لوى ، بې ساري عالي او لوړفكر سره رښتيا هم ژبه د يوملت لپاره ضرورده،دده دا ډېره عظيمه خبره په نړيواله سويه اهميت لري؛ ځكه هر ملت د خپلې ژبې په نوم يادېږي؛ نود خپلې ژبې پر مختيا او د هغې پالنه او روزنه تر هر څه د مخه ضروري اولازمي گڼل كېږي. که ژبه نه وي،نوم يې نشته، قوم يې نشته، ملت يې نشته؛ لـه همدې كبله زمونږ ستر پښتون ژبه د ملي موجوديت، پتمنې بقا، سولوړۍ، هوساتوب اووياړلي سعادت د لوړوالي او جگووالي بنسټ او سټه بولي او په پايله كښې په دغه اړه، دى داسې يو ژور پيغام او انځور لري :

"نو،ژبه بايدوساتل شي، وپالل شي، وروزل شي، هارته كړى شي (پراختياوركړشي)، علمي شي، ادبې شي، په هر حيث سره د ملت درستو اړينو او احتياجاتو ته كافي (بشپړه) شي،"

( د پښتو د ژبې لياره _ث مخ )

په هر حال لـه دغو ټولو يادونو سره سره ارواښاد محمدگل مومند بابا د خپل مغتنم او درانه پښتو اثر( د پښتود ژبې لياره ليا پښتو صرف او نحو) د دوه يمې پښتۍ او وزر په مخ كښې د الاندې بيت په ډېره مينه د ستر مطلب ،پند، نصيحت او غبرت د اخستلو او ادا لپاره راوړى دى، چې لـه مورنۍ او ملي ژبې پښتو سره دده دمينې د لوړو څوټكيو په باب كښې ډېره وړه اوغوره معلو ميږي:

نورې ژبې زده كول كه دى كمال
خپله ژبه هېرول بې كمالي ده

له مورنۍ او ملې ژبې پښتو سره د مرحوم محمد گل مومند بابا دابيت ډېر پر ځاى او بيخي غوره برېښي. دا رښتيا نۍ خبره او حقيقت هم دى؛ هر څوك، چې له خپلې مورنۍ ژبې پرته نورې نړيوالې او د خپل هېواد د وروڼو قومونو ژبې زده كوي، دا ډېر په ځاى، وړ اوستر كاردى،خوددې سره په څنگ كښې خپله مورنۍ ژبه هېرول يوه بدبختي ده، چې د سړي اصليت،نسب او ذات پرې نيست او وركېږي. هرچاته دا لازمه ده، چې د جهان ډېرې ژبې دعلم او پوهې د لوړېدو لپاره په ډېره مينه، علاقه او شوق زده كړي، خوورته لـه هر څه دا بيخي ضرور ده، چې خپله مورنۍ ژبه هيره نه كړي او هغه د نورو ژبو لپاره لارښوونكې او رهبره وبولي.

هر چا، چي خپله مورنۍ ژبه هېره كړه ، په حقيقت كښې يې خپل ځان،ذات ،نسب،شجره ،اصل او خټه هېر كړل، چې څوك به يې نه پېژني. پښتانه د آرين نژاد دى او د آريانا په ټاټوبي كښې يې خپل موجوديت او خپله ژبه تر اوسه ساتلي دي...!

په پاىكښې د پښتو مورنۍ او ملي ژبې سره د ارواښاد محمدگل مومند د ياد څلوېښتم تلين اوپه وياړ يې (( د ساپي پښتو څېړنواو پراختيا مرکز د ويبپاڼې پرانسته او دغه نيك، دروند او غوره اقدام ستايم .

دا،چې دوى دغه ملي دروند فرهنگي كارته بريالۍهڅې کوي له الله(ج) څخه ورته اجرونه غواړم او د دغه درنې اوبريالۍ غونډې لـه لامله بيا بيا ورته مباركي وايم.

له شك پرته ((د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز)) د پښتنو لپاره ډېر زيات علمي، ادبي او فرهنگي خدمت كړى، دغه خدمت د پښتنو او پښتو لپاره تلپاتې او جاويدان دى.

د دغې لنډې يادونې لمن د كڅ د گل ارواښاد ستر استاد او نابغه پښتون سيد اوعلامه شاعرگل پاچا الفت په دغه زړه پورې شعري ټوټې رانغاړم:


چې اميد ورته د باغ او د صحرا شي
چې لـه فيضه يې گلونه راپيدا شي
چې سمسور پرې باغ اوبڼ د پښتو نخوا شي
هغه وريځې مې ترسترگو كيږي
بلبلان په خوب كښې ويني سره گلونه
مينان ويني اوربل لاندې خالونه
پتنگان ويني بل شوي مثالونه
د آرزوپه مخكې گورم څه ځلېږي
له سپېرو خاورو به پورته بيا گلان شي
معطر به په وږمو دغه جهان شي
په هوا كښې به ښكاره نوي مرغان شي
چې بهار شي نوي بوټي زرغونېږي
توتكي به راشي نوى كوربه جوړ كړي
خوار بلبل به خداى په گلو باندې موړ كړي
پسرلى به بيا خوشاله لوى او ووړكړي
تحول په زمانه كښې څرگندېږي

دپښتو،پښتون او پښتونوالې

دساتنې په هيله

 

سر محقق علي محمد منگل   

Category: ليکني | Views: 1795 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024