pashtana منڅني, 2024-04-25, 7:09 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 25 » تولسي وگټله او کرزي و بايلله
تولسي وگټله او کرزي و بايلله
4:56 PM

تولسي وګټله او کرزي وبايلله

 

محمد حسن حقيار

 

تېره مياشت د اطلاعاتو او كولتور وزارت ، د افغانستان د علماوو شورى او د ملي شورى د استازو په ګډه ناسته كې پنځه هغه دوبله شوي هندي سريالونه، چې په كابل كې د ځينو خصوصي ټلويزيوني چينلونو لخوا خپرېدل د اسلام سپېڅلي دين، د افغانانو كولتور، عنعنې، دود او دستور منافې او ددې ملت له ديني او ملي ارزښتونو سره په ټكر كې وښودل شول او په ګډه يې له اړوندو چينلونو څخه وغوښتل، چې د وري د مياشتې تر  ۲۶  مې بايد دا سريالونه بند كړي . كه څه هم نورين ټلويزيون د( كشش )او يا( در انتظار)  او اريانا ټلوېزيون د (كوم كوم ) په نوم خپل سريالونه بند كړل او ويې ويل، چې د ا كار يې ددې لوړ پوړي كميسيون پرېكړې ته د درناوي ښودلو په منظور كړى، خو په دوى کې يوه  ټلوېزيوني چينل ګواښ كړى، چې كه حكومت خپله پرېكړه په ټولو يو شان عملي نه كړي، نو دوى به هم بېرته د خپلې ځنډولې  شوې ډرامې خپرول پيل كړي. خو طلوع او افغان ټلوېزيون لا تراوسه ددې كميسيون پريكړې ته كوم اهميت نه دى وركړى او طلوع له هر ډول ځنډ او خنډ پرته  (زماني خشو هم عروس بود)او د( امتحان زنده ګي)  اوافغان ټلوېزيون خپل (قسم سي) سريال خپروي.

 

ددې ډرامو د بندولو غوښتنه د يو شخص، يوې اداري او يا يوه ارګان غوښتنه نه وه، بلكې د يوه مسوول وزارت، د علماوو شورى او مقننه قوې ګډه غوښتنه وه، چې د غويي په دوهمه له خاور سولانا سره په ارګ كې د كرزي په ګډ كنفرانس كې ولسمشر هم له دې پرېكړې سره ملاتړ وښود او ان د غويي په درېيمه د مشرانو جرګې د بحث موضوع هم همدا وه او سناتورانو يو ځل بيا ددې سريالونو په بندولو ټينګار وكړ.

 دا سمه ده، چې د هر هيواد د فلم، ډرامې، سينما او تياتر صنعتكاران هڅه كوي، چې په خپل پروډكشن (توليد) كې د خپل دين خپل هيواد او د خپل ملت كولتور او عنعنې وځلوي او په خپل ادبي او هنري فعاليت كې خپل ديني او ملي ارزښتونه او وياړنې معرفي كړي.

 

دا سريالونه هم د افغانانو توليدنه، بلكې د هندوانو او هندي كمپنيو لاس ته راوړنه ده، چې هرو مرو ده، چې خپل  دين، مذهب، كولتور او عنعنه ځلوي. د هغوى ديني او ملي ارزښتونو ته بلنه او خدمت دى . په دې سريالونو كې بګوان،ګنګا، ګرنټ، لكشمي او نور معبدونه او الهې معرفي كېږي، بتان پالل كېږي، د تولسي په نوم كركټر (اسميتي ايراني) پكې داسې سپېڅلى او مقدس معرفي كېږي، لكه يوه الهه ( خدايګوټې)يا د دوى په مذهب كې د تولسي ( نازبو) بوټى، چې دا هر څه پر ليدونكيو اغيز كوي، په ځانګړې توګه د كابل په څير په اغيز منونكې ټولنې، چې په تقليد كې خپل ريكارډ لري  .

 

زه د سريال پر نيمګرتياوو، ناوړو اغيزواو د خپرولو په موخو نه غږېږم ، نه له سريالونوننګه كوم، نه د ټلوېزيوني چينلونو او ددې سريالونو د خپراوي د پلويانو د دلايلو جاج اخلم او نه يې د بندولو د غوښتونكيو او پلويانو دلايل څېړم او نه يې موازنه كوم. خو يوې خبرې ته اشاره اړينه بولم او هغه دا، چې د سه شنبې په ورځ  په ملي شورى كې يو تن استازي  اندېښنه ښودلې وه، چې حكومت، د علماوو شورى او د ملي شورى ځينې استازي د پاكستان په اشاره دا سريالونه بندوي او داكار ځكه كوي، چې هند او پاكستان يو له بله سره په هر ډګر كې سيالۍ كوي . كه څه هم  ددې سناتور صاحب دا اندېښنه پخپله د يوې ځانګړې تبصرې غوښتنه كوي او پخپله اندېښنې زېږوي، خو اوس په لنډه توګه همدومره وايم، چې وايي د غله په ږيره خس وي، د دوى په وينا، كه د دوى دا هڅه په رښتيا هم د پاكستان په اشاره وي، نو ايا دا به دې تور (تهمت) ته لار هواره نه كړي، چي خير ټلوېزيونونه هم دا ډرامې  د هند په  اشاره خپروي اوتاسې يې هم، چې ددى سريالونو پلوى يئ، د هند په اشاره ددې سريالونو دفاع کوئ.

 

په هر حال زما اصلي موخه داده، چې د حكومت چرګ ولې يو ځل بيا بې وخته اذان وكړ او ولې يې  په دومره اصرار، ټينګار او درانه قوت ؟؟  ددې ډرامو پر ضد غږ پورته كړ. كله، چې حكومت ښه پوهېږي خپلې پرېكړې عملي كولى نه شي، آن د ولسمشر بيچاره په خوله يې څوك له سړكونو او عمومي لارو څخه يو چك هم نه پورته كوي، نو ولې په زوره هغه ځاى ګروي، چې خارښت نه كوي .

 

د حكومت چارواكي تر بل هر چا ډېر په دې حقيقت پوه دي، چې دا د مصلحتونو له مخې جوړ نظام دى، تل يې له  زور واكيو سره سازش كړى، تل يې د ملي مصلحتونو تر عنوان لاندې كاذب مصلحتونه په پام كې نيولي، تل يې سازش او انعطاف كړى، تل زورورو !! ته په ګونډو شوى او پر حقايقو يې سترګې پټې كړېدي،. دوى ښه پوهېږي، چې خپله پرېكړه عملي كولى نه شي، نو ولې داسې له خپله وسه پورته پرېكړې كوي؟ ولې خپلې دعوې او پريكړې ته په ميډيا كې دومره هوا وركوي؟ چې بيا ترې په شا تښتي، آيا په دا په لوى لاس نور هم په اذهانو كې ددې حكومت كمزوري معرفي كول نه دي او ايا دا ددې دولت د بې اعتباره كولو هڅه نه ده؟

كله، چې د ولسمشر د لومړي مرستيال په ګډون ټول لوړ پوړي چارواكي وايي، چې پر حكومت د نشه يي توكيو، شخصي او دولتي جايدادونو د غضبوونكيو، د ملت د وژونكيو او خاينانو وزر غوړېدلى، خو حكومت يې مخه نه شي نيولى.كله  چې لوى څارنوال د زورواكيو پر وړاندې خپله ماتې مني او ان په عمومي سړك د زور واكو لخوا وهل ډبول كېږي، خو وس يې نه رسېږي. كله، چې كرزى پخپله د غبرګولي د اتمې بلواګرو ته سر ټيټوي او د مجازات پر ځاى امتيازات وركوي، نو آيا دا ټول فاكتونه چارواكيو ته دا درس نه وركوي، چې په كوم ځاى كې يې، چې وس نه رسېږي، نو بايد په پټه خوله ننداره وكړي او بس. كه چارواكي د مسووليت او رسالت دعوه كوي، نواياددولت په توګه يې يوازې په  ګواښ او يا دونې   مسووليت پوره شو.

دا د تقنيني، قضايي او اجرايوي  ځواك خاوند دولت دى، كه د تبليغاتو كومه ډله، چې كوم مسجد ته (سه روزې) لپاره تللې وي او يواځې عذر کوي . بيا هم كه وايي، چې ملت نه پرېښود، نو له دولت سره، خو له ملت څخه د تيښتې ګټور فورمول (كميسيون جوړونه او بيا سكوت) شته ولې يې دلته عملي نه كړ. دا خو ډېر قانع كوونكى فورمول دى، د بېلګې په ډول: ( ولس د ډاكتر عبدالرحمن او  د حاجي قدير د وژونكيو نيول او محاكمه غواړي، حكومت كميسيون ورته جوړ كړ، خو څه يې وكړل؟ ملت دفارياب ، د بې ځايه شويود جايدادونو استرداد او دغاصبينو محاكمه غواړي . دولت كميسيون جوړ كړ، خو څه شو . ملت د غبرګولي د اتمې د بلوا د جوړوونكيو محاكمه غواړي ، دولت كميسيون جوړ كړ، خو څه وشول. په امريكايي بمبارد كې  ديو نيم سل تنو ملكي وګړيو د وژني د معلومولو لپاره كميسيون جوړ شو خو څه....)

 

ولې يې د سريالونو په اړه هم يوازې په كميسيون جوړولو اوبيا د سكوت او هېرولو پر فورمول بسيا ونه كړه؟ ولې يې هم دعلماوو شورى، هم ملي شورى هم د كولتور وزارت پكې لتاړ كړل؟

 

ولې يې  دومره انلارج ( پرداخت او هوا ) وركړه، څه كم دوه مياشتې يې ورته  تبليغات وكړل او اوس شا ته لاړل.

 

دادى د بنديز له ضرب الاجل څخه دوه اونۍ وروسته هم (تولسي!! پرينا، باني او شا وخت ياسمين )د ليدونكيو ذوق خړوبوي  او هره يوه يې د ورځې درې ځلې د حال په ژبه د ټلوېزيون په پرده خلكو ته وايي، چي (تولسي  وګټله او کرزي وبايلله  )

 

 

Category: ليکني | Views: 1013 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024