pashtana جمع, 2024-03-29, 5:25 AM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 24 » اول نمره ګي
اول نمره ګي
6:21 PM
حکيم ، بشارت
لنډه کيسه
 
غمي دپلار يواځيني  ځوي و، هغه بل ورور نه درلوده ؛ خو نوموړي اته خويندې درلودې، چې درې يې تر ده مشرې او نورې کشرې وې.
غمي له وړوکوالي څخه دښه استعداد خاوند و، نو دهمدې استعداد لامله د شپږ کلنۍ په عمر په  ښوونځي کې شامل شو.
هغه به مور، پلار، خويندو او نورو خپلوانو له دې امله ډېر نازاوه، چې يو خو دپلار يو ځوي و، بله داچې دښوونځي په درسونو ښه پوهېده.
هغه په ښوونځي کې دښوونځي دغمي په نامه مشهور و او هر چا به دهغه استعداد ستايه.
نوموړي دښوونځي له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې په ښوونځي کې عمومي اول نومره وه، هغه به زياتر ه وخت هغو ټيټو ټولګيو ته درس هم وايه چې کله به دهغو ټولګيو ښوونکي نه و راغلي.
غمي په رښتيا چې ديو قيمتي غمي په څېر ارزښتمن او ښايسته و، هغه ميانه ونه، تورې بڼورې سترګې، ګرده دمخ کاسه، په رنګ غنم رنګي او له خنداڅخه يې ډکه خوله لرله، هر چاته يې احترام درلود، خو له هرچا سره يې ناسته او ولاړه نه کوله.
هغه که څومره دښوونځي په درسونو ښه پوهېده او ډېر کوښښ به يې پکې کاوه په همدې کچه يې له پلار سره دځمکې په کارونو کې هم  خواري کوله، ډېروخت به يوم په لاس په پټيو کې په کار بوخت ليدل کېده او همدارنګه به کله کله کتاب په لاس له وړوخويندو سره به يې په خپلو ځمکو کې مال څراوه.
ده به  تل سپينې جامې اغوستې او نږدې ټولې جامې يې سپينې وې.
سږ کال مني غمي له دولسم ټولګي نه فارغېده، دهغه کلنۍ ازموينې نوې پيل شوې وې،په ازموينو کې يې شپه او ورځ درس ته يو کړې وه، خويندو يې هغه ته په سپينو جامو کې ديوې کندهارۍ غاړې( يخن) کنډل پيل کړي و او غوښتل يې چې دازموينې تر پايه پورې يې دکنډلو کار بشپړ  کړي.
غمي به کتاب په لاس دخويندو په خواکې ناست و او کله کله به يې خويندو ورته ويل چې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوې، نو پلار او مور مې وايي چې کوژده هم ورته کوو، له دې سره به دغمي په مخ کې دخوښۍ سورخي پيداشوه، خوله به يې له خوښۍ څخه لاړه او بيا به يې دشرم په لهجه وويل، چې زه کوژده نه کوم، تر اوسه لا وړوکي يم، خو خويندو به يې په کړس سره وخندل او بيابه يې ورته وويل چې ته خويې نه کوې، خودا زموږ ارمان دي.
غمي به تل ويل چې که له ښوونځي څخه فارغ شوم، نو بيابه  طب پوهنځي په دې موخه وايې چې دخپلو ځپل شويو او بېچار ه  هېوادوالو درملنه په وړيا توګه وکړم.
هغه دطب پوهنځي ځکه انتخاب کړي و، چې دده پلار له اوږدې مودې راهيسې روحي او دماغي ناروغي درلوده اوهر کله به دده په ګډون دده مور او خويندې دهغه ناروغۍ  ته ځورېدل، په ډېرو ډاکترانو يې ګرځولي و ؛خو تر ډېرې مودې يې دناروغۍ پوره تشخيص او درملنه نه کېده، کله يې چې تشخيص وشو، نو په هغه وخت کې ددوي جېبونه دډاکترانو بې شمېره فيسونو او نسخو وهلي و.
غمي او کورنۍ يې  خپلې ټولې هيلې  دده په فارغېدو پورې تړلې وې.
دده وروستۍ ازموينې په ښه توګه تېرېدې او دفراغت له خوښيو ډکې شېبې يې شمېرلې.
دازموينو په بهير کې يوه ورځ يوتن ښوونکي غمي ته يوناڅاپه وويل: خداي خبر چې سږ کال رانه عمومي اول نومره شې، ځکه مادې له پلارڅخه څوځله خور وغوښتله، خو هغه په ډېره ترخه ژبه ځواب راکړ، دښوونکي دې ډانګ پېيلې خبرې غمي ډېر وځوراوه او په بېلابېلو سوچونوسر شو، خو دښوونکي دغه زړه بوږ نونکې خبره يې چاته ونه ويله.
دده يواځې ددوو کتابونو ازموينه پاتې وه، چې خويندو يې دکندهاۍ غاړې د ګنډلو کار هم بشپړ کړ، جامې يې ورته پاکې اوتو کړې او دده د فارغېدو د خوښۍ لپاره يې له چنګړو څخه دوه دانې درياګانې هم واخيستې، چې بيايې د فارغېدو په مراسمو کې ووهي. 
 غمي د وروستيو دوو کتابونو ازموينه ورکړه او په ډېرې خوښۍ سره کورته راغي، خو اوس يې د ازموينې پايلو ته سترګې څارلې، يوه اونۍ وروسته ددوي د ازموينې پايله معلومېده، تر يوې اونۍ پورې يې هېڅ کار نه کاوه، آن دا  چې د جامو اغوستل يې هم وځنډول او انتظار يې ويست، چې د پايلو د اغلان  پر مهال  به د فارغېدو د لومړۍ درجې( اول نومره توب) بري ليک ترلاسه کړي.
هغه ورځ هم راورسېده، چې غمي يې هيله درلوده، نن د ازموينې پايلې اغلان کېدې، هر چا ښکلې جامې اغوستې وې، د ښوونځي انګړ سلګونو زده کوونکو نيولي و، هرچا د ښوونځي ادارې ته سترګې اړولې، چې کله به د ښوونځي مدير، سرښوونکي او نور ښوونکي راوځي او ددوي د ازموينې پايلې به اغلانوي.
غمي د زده کوونکو په ګڼه ګوڼه کې له لرې معلومېده او د خوښۍ شېبې يې شمېرلې، چې د ښوونځي مدير له نورو ښوونکو سره له ادارې راووت، هر ښوونکي د خپل ټولګي زده کوونکي د پايلو داغلان لپاره خپلو ټولګيو ته بوتلل... د دولسم ټولګي د فارغينو بري ليکونه د ښوونځي مدير ورکول، د ښوونځي مدير لومړي د غمي د يوه ټولګيوال وارث نوم واخيست چې وارث د ښوونځي د عمومي اول نمره په توګه له دولسم ټولګي څخه فارغ او غمي د دوهم نومره په توګه فارغ، دمدير له دې اواز سره ددولسم ټولګي د څلور څلوېښت زده کوونکو په ليکه کې ولاړ غمي راپرېوت، مدير د نومونو اخيستل بند کړل، زده کوونکي او ښوونکي په غمي راټول شول، په هغه يې چې هر څه نارې وکړې، غميه!  وه غميه... خو د غمي لاس او پښې ساړه شوي ؤ  او پور يې پرېکړي ؤ، د  ښوونځي په ټولو ښوونکو او زده کوونکو د محشر ورځ جوړه شوه او ښوونځي بېلا بېلو کړيکو او چيغو په سر واخيست، ټول له يوې مخې په ژړا و، اوښکو او فريادونو د هغه جنازه د ښوونځي له انګړ څخه د کور په لور روانه کړه.
Category: لنډې کیسې | Views: 1120 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024