pashtana اوني, 2017-07-24, 5:40 PM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 23 » فلسفه څه ته وايي؟
فلسفه څه ته وايي؟
1:12 PM
 


لیکنه او ترتیب: میرویس جلالزی


 فلسفه له یوناني کلمې Philosophia  چې د عقل دوستۍ  په معني ده ،  عربي او پښتو ژبې ته را رواج شوي ده. دا یوناني کلمه له دوو برخو جوړه شوي چې  -Philo  د دوستي او Sophia د پوهې او دنایې په معني ده.د لومړي ځل لپاره چې کوم کس دا کلمه وکاروله فیثاغورس وو. کله چې له هغه څخه و پوښتل شول چې آیا ته یو پوه (دانا) کس یې ؟ هغه وویل: نه ، خو د پوهي (دانایې) (Philosopher )سره مینه لرم.مونږ او تاسو کولای شو چې فلسفه په یوه کلمه کې لنډه کړو هغه هم د ( ولې) کلمه . تاسو هڅه وکړي هر هغه څه چې مو په ذهن کې درګرځي له یوې ( ولې) سره جمع کړي او له دې دری تورې کلمې سره به د تفکر په سیند کې ډوب شي . په اصل کې فلسفه د خلاقیت ماشین بلل کیدای شي .

د فلسفې موضوع:
فلسفه یعني سوچ کول ، پر هغو موضوع ګانو سوچ کول ، کومي چې په نړۍ کې  د انسان له ژوند او خلقت سره تړاو لري . فلسفه هغه مهال را څرګنديږي چې د ځان او نړۍ په اړه لاندنۍ  پوښتني مطرح کړو.
• ښایست څه ته وایې ؟
• له پیدایښت څخه دمخه چیرته وو؟
• د  زمان ریښتینولي څه معني لري؟
• که ژوند معني لري نو  د عالم موخه څه ده ؟
• د عالم په موخه څرنګه پوهیدلای  شو؟
• آیا دا ممکنه ده چې یو څیز وي خو علت یې نه وي ؟
• مونږ نړۍ یو واقیعت بولو او واقیعت څه ته ویل شي؟
• د انسانانو برخلیک د هغوي په خپل لاس کې دې او که په بل چا پوري تړلی دی؟
• څنګه پوه شو چې مونږ بیده نه یو؟
او داسي نوري لس او سل پوښتني .
لکه څرنګه چې په دې پوښتنو کې وینو ، نو له دې څرګنديږي چې د فلسفې په علم کې هغه پوښتني را برسیره کیږي چې په هیڅ  بل علم کې هم ورسره سروکار نشته .د بیلګې په توګه په هیڅ یو بل علم کې داسي بحث نشته چې د ریښتینتوب او ریښتینولي تر منځ توپیر پرې وشي .د دې مسایلو څیړل هغه څه دې چې د فلسفې د علم ځانګړتوب  پرې کیږي.د فلسفې موضوع ( هغه څه چې فسلفه له کومو څیزونو او مسایلو سره سر وکار لري؟  کومي برخي تر څیړني لاندي نیسي؟ او په پایله کې د علومو په رده بندۍ کې د فلسفې ځاي چیرته دی؟) جوړوي.د فلسفې موضوع د تاریخ په مختلفو ادوارو  کې د پراخو بدلونونو شاهده پاتي شوي ده . د باستان په دوره کې فلسفه علم  او علومو ته ویل کیده  او د دې دورې  اوسیدونکو فلسفه هغه څه بلله چې د یوې  بشري پوهي یوه بشپړه سرچینه وه . دې کسانو باور درلود چې فیلسوف هغه کس دی چې  د علومو په ټولو برخو کې پوره پوهه لري او  د بشري ژوند په بیلا بیلو اړخونو کې د نظر خاوند دی . خو د پراتیک ټولني د بشپړیدو سره سم د فلسفې معني هم ژوره سوه . په دې وخت کې د نړۍ پټ او مبهم رازونه د پخوا په پرتله ډیر بربنډ شول او د پوهي لمن هم د پخوا په پرتله پراخه شوه .  په دې ستر بدلون کې لومړۍ فزیک ، کمیاوي طبابت وروسته تر هغه ټولنیز علوم چې تر ډیره وخته له فلسفې څخه نه بیلیدونکي ګڼل کیدل هر یو د بیلا بیلو علومو په توګه و پیژندل شول.خو سره له دې هم چې د فلسفي د بدن ډیري برخي ترینه جلا شوي دي پوهي خپل ماهیت او اصیل توب له لاسه ورنکړ او په هیڅ بدله نشوه او بر عکس هر څومره چې د فلسفي له بدن څخه نور علوم جلاکیدل په همغه اندازه د فلسفې د پوهي ریښتینولي او سوچه توب لا پسي ډیریده تر څو چې فلسفه په مشخصه توګه د لاندې علم په توګه و پیژندل شوه .
فلسفه هغه علم دی چې د نړۍ له عامو قانونمندیو او انساني پوهي څخه د دې دواوړو د اړیکو په رڼا کې بحث کوي او په دې سربیره د څیزونو او  پدیدو تر منځ د اړیکو څرګندوي هم کوي .
که چیرته د فلسفې لرغنتوب ته وکتل شي نو دا له ورایه ښکاري چې دا علم  د انسان د پیدایښت راهیسي هغه وخت چې د فزیک ، کمیا ، ځمکي پیژندني او چاپیریال پوهني علوم نه ول ، د یو باوري  علم په توګه شتون درلود .که څه هم په ټولنه کې د فلسفې رول په مشخص ډول د لیدلو وړ ندی خو د انسانانو  ، کړني ، تګ لاري ، افکار ، احساسات او  که په دقیق ډول ووایو ، زمونږ ټول ژوند د فلسفې افکارو تر اغیزې لاندي دی . هغه اغیزه چې نن صبا  څرګنده او خورا پیاوړي ده .  ننۍ ټولي هغه سیاسي مسلي چې په دولتونو ، ګوندونو او ډلو ټپلو پوري تړلي دي د فلسفي افکارو تر اسر لاندي دي .د انسانانو  خوي  او عادات د مځکي او آسمان تر منځ پراته موجودات او له هغې بلي نړۍ سره د دې نړۍ د موجوداتو د ژوندانه مقایسه کول هم یو  دقیق فلسفي غور ته اړتیا لري.له فلسفې سره د یوه علم په توګه له مخامخ کیدو سره دا راته څرګندیږي چې دا علم د نړۍ ټولي قانونمندۍ تر بحث لاندي راولي او دا علم هغه وسایل په لاس کې راکوي چې په مرسته یې نورو علومو لکه طبیعي ، ټولنیز او داسي نورو ته لاره موندلای شو .د فلسفي موضوع ګانو یوه بله څانګیړنه د هغوي  تل پاتیتوب او هر کله توب دی . یعني چې فلسفي موضوع ګاني تل وي او د تل لپاره به وي او دا موضوع ګاني به د هر دور له بدلون سره  د  ځانګړي دورې علم او پرمختګ ته په کتو سره  را پورته شویو پوښتنو ته نوی ځوابونه ووایې .فلسفه د ریښتینولي  زړکړه ده ، خو  هغه زدکړه نده چې نور  علوم  یې تر څیړني لاندي نیسي. د بیلګي په توګه د فزیک علم د مادي اجسامو ، د هغوي د حرکت او سکون په اړه ، د چاپریال ساتني علم  د موجوداتو د ژوندانه په اړه  څیړني کوي ، خو په فلسفه کې هغه موضوع چې پري بحث کیږي  د یو شي موجودیت تر غور لاندي نیول کیدای شي یا په بله عبارت وجود په فلسفه کې په مطلق ډول بې له کوم بل قید او شرط  څخه تر بحث لاندي نیول کیږي.
ارسطو  د فلسفې په اړه داسي وایې :
( فلسفه د موجوداتو هغه علم دی چې د هغوي د موجودیت په اړه بحث کوي)
د فلسفي یوه بله معني بیا د انسانانو  په عقلي او فکري وړتیا  پوري تړلي ده ، هغه وړتیا چې انسانان څیزونه ، پیښي او د ژوند نوري چاري له یوې ژوري زاویې څخه تر لید لاندي راولي .په فلسفه کې هڅي دا دي چې د نړۍ په لومړنیو حقیتونو پوه شو  لکه څنګه چې ابن سینا وایې :
(  فلسفه د هغو څیزونو پر حقایقو خبریدل دي چې د انسان له وسه پوره وي)
فلسفې ته د خپل پیدایښت له هغو لومړیو ورځو  د یوه سپیڅلي او پراخ بشري علم په سترګه کتل کیږي او دې علم ته یو الاهي علم هم وایې.دا ډول نظر  د مسیحي او اسلامي عالمانو په مینځ کي هم د باور وړ وو.ځیني فلاسفه ( فیلسوفان) په دې اند دي چې د دوي ډیریو د نړۍ په تفسر پسي پیښي را لوڅي کړي خو نور هغه یې بیا وایې چې د نړۍ تفسیر هومره ارزښتناک ندی څومره چې د هغې بدلون دی .

د فلسفې پیل:
لکه څرنګه چې وویل شول ، فلسفه په بنسټیزه توګه د پیدایښت له لومړیو ورځو د میني ، پوهي او هوښیارتوب په معني وه او هغه علم ته ویل کیږي چې په مرسته یې د نړۍ د پټو حقایقو را برسیره کول او په هغوي عمل کول دي.فلسفې په خپلو لومړیو پوړیو کې ټول انساني علوم په ځان کې را نغښتي وو او تر ډیرو پیړیو پورې یې دا ځانګړتیا له ځان سره وساتله او د دې علم خاوندانو ته به یې جامع العلوم وایو، خو د وخت په تیریدو سره ځینیي علوم د فلسفې له بدن څخه جلا شول .په پخوانیو وختونو کې چې فلسفې ته یې د ټولو علومو مجموعه ویله ، فلسفه  پر دوو برخو ویشل شوي وه.
۱- نظري فلسفه                  ۲- عملي فلسفه
لومړۍ هغه یې خدای پیژندنه ، ریاضیات او طبیعت پیژندنه وه . چې په ترتیب سره یې ورته لوړ ، منځنی او ټیټ علم ویل .دوهمه هغه یې هم په دریو برخو ویشل شوي وه  فردي  اخلاق ، کورنۍ سمون او  انساني ټولنه یې په ځان کې لرله .د فلسفې د موضوع د پوهي په اړه لومړنې ګام څلرویشت پیړۍ دمخه د ارسطو له خوا پورته کړای شو . ارسطو فلسفه د هستي پیژندني زدکړه بلله هغه زدکړه چې د نړی په اړه څیړني پري کیږي.ډیری نور فلاسفه بیا په دې لټه کې ول چې د فلسفې په مرسته نړۍ او د هغې د بدلون قوانین زده کړي . او په خاصه توګه فلاسفه تر هغه پورې په دې ونه توانیدل چې په دې علم کې کومي موضوع ګاني وڅیړي   تر هغه چې دا علم د یو بیل او مشخص علم په توګه و پیژندل شو .یوه ډله فیلسوفان د فلسفې موضوع د شعوري قوانینو درک او روح پیژندنه بلله   او هڅه یې دا وه چې د خالق او مخلوق تر منځ پر اړیکو  ځان خبر کړي او همدا دلیل وو چې هغوي د فلسفې له اصلي موضوع لري شول .بلې ډلي ، د فلسفې د علم موضوع هغو مسایلو پوري اړونده بلله چې په اخلاقو او منطق پوري تړاو لري.په اوسني دور کې بیا یو شمیر پوهان په دې اند دي چې د طبیعي علومو د پرمختګ په پایله کې فلسفې د علم په توګه خپل موجودیت له لاسه ورکړی خو ځيني نو بیا فلسفې ته لا هم په همغه پخوانۍ سترګه ګوري. لیکن تر اوسه د نړۍ یو عالم هم د داسي دلیل ندی وړاندي کړی چې د فلسفې علمیت ( علمتوب) تر پوښتني لاندي راولي ځکه انسان پر هر ځای کې په یو ډول نه په یو ډول د فلسفي افکارو تر اغیزي لاندي دي.
له بينوا نه

Category: ليکني | Views: 1670 | Added by: tolpashtana | Rating: 4.0/1 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2017