pashtana منڅني, 2024-04-25, 0:56 AM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 22 » خبرونه
خبرونه
8:29 AM
هلمنديان: د بيارغونې كارونه دي دولت وكړي

دسوېلي ولايت هلمند ډېرى اوسېدونكي وايي چې كه نړيوال درغنيزو كارونو لپاره پيسې د انجوګانو پرځاى دولت ته ورنكړي نوښايي په دغه ولايت كې په بيارغونه كې كوم پرمختګ را نشي .

ددغه ولايت د ډېرو سيمو خلك وايي چې يو خو له لويه سره انجوګاني كار نه كوي اوكه يې كوي هم نوكيفيت يي ډېرخراب وي .

د هلمند والي محمدګلاب منګل هم ورته نيوكه لري، خو وايي چې په راتلونكي كې به ددې بې كيفيته پروژو مخه ونيسي .

په هلمندولايت كې ګنې ودانۍ چې دځايي خلكو پروينا د موسسو لخوا جوړې شوې دي يا خو اوس د څو مياشتو په موده كې خرابې شوې او ياهم د خرابۍ په حال كې دي .

ډېرى خلك وايي چې موسسې له نړيوالو څخه د رغنيزو كارونو لپاره ډېرې پيسې ترلاسه كوي، خو سم نيمايي يې خپل جيبونو ته اچوي .

ځايي خلك يې ښه بېلګه د هلمندپه ځينو سيمو كې د ښوونځيولپاره نوي جوړي شوي ودانۍ بولي چې وايي د څو مياشتو په تېرېدوسره يې اوس ډېرې برخې خرابې شوې دي .

ډېرى كسان غوښتنه لري چې د موسساتو پرځاى دې دولت ته د بيارغونې لپاره پيسې وركړل شي .

د هلمند والي محمدګلاب منګل هم مني چې هلمندولايت ته ډېرې پيسې د رغونې په موخه راغلې، خو هېڅ ځاي يې نه دى نيولى .

هغه وويل چې يو داسې پلان يې جوړكړى، چې په پلې كېدو سره به يې د پرمختګ په كارونو كې ښه والى راشي .

د افغانستان په ګڼو ولايتونو كې موسسو پركارونو نيوكه كيږي .

ډېرى خلك وايي چې د بېوزله افغانانو لپاره مرسته شوې سم نيمايي پيسې د موسسو د چارواكو شخصي جيبونو ته لوېږي او بېرته بهرنيو هېوادونو ته لېږدول كېږي .

دا هغه نيوكې دي چې نژدې ټول حكومتي چارواكي يې هم تائيدوي، خو د مخنيوي لپاره يې د ډېرو په وينا تر اوسه څه نه دي شوي .

 

 له بي بي سي نه په مننې

Category: خبرونه | Views: 772 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024