جلا ل. خپلواک،
غزل
چې ستا په زنه مې لاس کېښود تا تره راياده شوه.
ما ته د ژوند خپله نيمګړي حاطره راياده شوه .
چک يي تر منځ خط پرې چاپير لکه لښکر د خوشحال.
بيا په خيبر کې د مغلو ننداره راياده شوه.
ښايي چې دلته ارمانونه چيرته ښخ وي زما.
چې ستا منګول مې ښکلوله هديره راياده شوه.
اى لارويه د تا پام وما لمبې وهلى .
اور د باروتو کې د حورو کزاره راياده شوه .
قاتل چې بيرته د ګزار په نيت راوګرځېده.
جلال ما ته هم ستا توره دوباره راياده شوه.
|