امير الله ،ثاقب
کړه مې داسې تل دياره سره يوځای لکه درد وي دپرهاره سره يوځای
زه ګيله په محبت کې له غم نه کړم غم اوعشق ځي تل په لاره سره يوځای
ساه زما شي بنده بنده چې ته خاندې دبنګړو د شړنګهاره سره يوځای
ورځ له تاسره جانانه خوچې شپه شي زه او غم شوترسهاره سره يوځای
په شنه فصل اوسپرلي کې څومره خوندکړي ترانم ترګ دستاره سره يوځای
د{ثاقب}ترڅنکه داسې ښکارې ګرانې لکه سروه دچناره سره يوځای
|