pashtana جمع, 2024-04-19, 0:31 AM
Main | Registration | Login Welcome Guest | RSS
Site menu
News topics
خبرونه [44]
شعرونه [41]
ليکني [11]
خبرتياوي [1]
مرکې [0]
لنډې کیسې [7]
Our poll
Rate my site
Total of answers: 80
Main » 2008 » مايي » 16 » ليکني
ليکني
8:23 AM
 


 

د کاروان په لټون کې                     

ليکوال ولايت خان تڼيوال   استرلياه                                                         

دادى پس. له ډيره وخته وررسته  خکيم جانه ستا په پيداکولو

کې بريالى شوم . شکر دي چه جوړ. اوازمي دي  واوريدو. رښتيا دکور لوى. او واړه څنګه دي،  بل خکيم  ستا په کور کې يو تليفون ضروري دى. کله کله ضروري کارونه پيدا کيږي چه تماس با سره نيسو.

ښه شپانه؟ وروره : شکر دي روغ رمت  ئي  وريندار او ټول واړه ماشومان ته د روغ صحت غواړم:

بل شپون لالا: تليفون ته مي زړه کيږي  او ډير خواند راکوي  رښتيا چه  ډير ضروري دى ته پوهيږي چه  زه د امين لالا له لاسه د تليفون څخه بې برخې شوى يم  تا ته  خو معلومه ده  چه دده  خوب تر نيمې ورځې پورې وي .   د شپې په لسو بجو به زنګونو نه وهي . ياره  حکيم جانه که يو وار  راشې بده به نوي  دالله يوه نوي موضوع ده چه  په هغې  باندې وګړيږو.

نو شپانه ته خپل فکر وکړه  چه همدې کار ته به څوک ټينګ شي  نو له دي امله زه د تليفون څخه بې برخې يم .

بل د پښاور زمانه تاته ښه معلومه ده  چې دي ګډوډۍ  ځاى ده.

خو د بيکاره اتموسغير  په وجه چه ته ورباندې پوهيږې  دا ټول کارونه يويي خوا او بلې خوا ته نيمګړي تيت او پرک  پاتې دي .

ښه شپانه لالا؟ وخت  مي ډير ونيوه نور دي نه تاواني کوم.

حکيم جانه: يو خو تني کې شاعر نه پيدا کيږي ؟ چه بيا پيدا شي  ته ئي پوښتنه نه کوي . ګوره زه ئي  پوره ادرس درکړم  او پيدا کول ئي په تا؟ پيرمخمد کاروان  د تڼيو ناريځي کلي په چرغوندى غره کې د شنه اسمان لاندې  شپې  ورځې سباه کوي.

ګوره حکيم جانه  د پشاور په طرف مې تصميم نيولى دى . په  دي نيږدو ورځو کې به کې به ځان دارورسوم. پيرمخمد کاروان هم پيدا کړى چه له نيږدې څخه سره ووينو. بل زمونږ د امريکا ږغ  راډيو . يوه نيمه ، جايزه هم تر لاسه کړيده   زمونږ سره ئي  هميشه تماس  قلمي ،  ليکنې، جاري ساتلي دي ،

حکيم جانه: نور څه نشته  که ژوند باقي وۀ  په پشاور کې په  له نيږدي نه سره ووينو  د خداى په امان ...

لالا په مخه دۍ زيړى ګلونه  د خداى په امان   

يوه نيمه ورځ پکې تيره شوه . دادى مامور صاخب مسته ګل له تڼيوه څخه پشاور ته سلام  راوچاوه. تنيوال دده په ليدو ډير خوښ شو ورباندې ډير ګرانه وه ، د رخمن با با  لسې يي  دوست  پاتې شويده . د مجلس په جريان کې تڼيوال ته پيرمخمد کاروان  فکر ته وراغى .  بلې رښتيا مسته ګله تاسو پيرمخمد کاروان پيژنۍ؟  د ناريځي د چرغونډي غره  کې اوسيږي .  هو استاده له نيږدي ئي پيژه نم   ډير دروند  او سنګين سړى ده  دغرغشت ليسې څخه فارغ دى. شايد ولايت خان يي و پيژني ؟

هو مسته ګله اوس فکرته راغى . ټول هلکان له مکتب څخه  رحصت شول ډلې ډلې به راون  وء ، خو پيرمخمد کاروان به ټيټ سر او يوازي به راون و‌ء. خو زه فکر کوم. په همغه وخت کې په شعر کې تللى و‌‌ه . استاده يو وخت ايران ته هم په خوارۍ او مزدورۍ پسې تللى  وه . دا چه له ايران څخه نغدې ګټلي پيسې  کورته راوړې په هغې پيسو يي کتابونه راوړل . بل د غلطۍ  ګتې  وټې چالونه  نه وارځې .

نن سبا يو اوښ  لري.  خوارکى  په هغې  باندې د کور خرڅه مرڅه برابره وي

ښه استاده : اوس دا  راته ووايه چې په پيرمخمد کاروان څه کوي ؟ چې دده په مورد دومره پوښتنې شروع کړيدى . مسته ګله:  دا خو کټ مټ زه او دى سره همفکره يو .

ما هم  له جرمني څخه  کتابونه راوړي  ووء.  او ما ته هم دي. د گډې وټې چالونه نه  راځې . خير په هر صورت :

مسته ګله زما څخه شپون صاحب د امريکا ږغ  راډيوه څحه د شپون صاحب د تليفون په کارښه د پير مخمد کاروان پښتنه وکړه؟  پدې زاريغه ئي د پيرمخمد کاروان  ملومات وغوښتل . متاسفآنه  چه  ما نه  پيژند. وعده مي ورکړه چه زه به د دده په پيداکولوکې هلې ځلې وکړم. نو اوس د اوظيفه  تا ته دارسپارمه.

بلي. دوعا وکړه چه  

مونږ  او دوى له نيږدي سره ووينو که خداى کول چه د اوښ له مار څخه ئي خلاص کړو.

استاده ؟ که دا کار خو وکړي . سړى به د غريبۍ ، او خوارۍ څخه خلاص کړي . او

سوابونه  به دي په نصيب شي.

استاده؟ يوه نيمه ورځ دالته پاتې يم کله چې تڼيوه ته ورسيدم.  زه د کاروان  راوليږم .  او ستا د کور ادرس به ورکرم.

مسته ګله  ډيره مننه  چه  د شپون صاحب رټلو څخه دي  خلاص کړم .

څو شپې. ورځې پکښې تيرې شوې . دادى پيرمخمد کاروان په کبايانو کۍ د نهر په سر ولاړ وه . يويې    خوا بل خوا ته يي  د نابلاد په شان کتل .  ما فکر وکړو چې دا مليما زموږ دى ډير کلونه يي وروسته  وينم . د روغبړ په وخت کې  مي ورته وويل . داسې ښکاري چه ته پيرمخمد يي ؟

هو بلې: پيرمخمد يم . کورته مي رهنمائي کړى. تيڼوال  دده په ليدو. سره خوښ شو کاروان صاحب. ډير خواند ئي وکړوچه له نيږدي مو سره وليدل  داد شپون صاحب  برکات و‌ه ،  چه زه او تا ئي له نږدي  نه سره معرافي  کړوه.

 استاده : خداى دا شپون صاحب راته ژوندى لري  کنه . امريکا چېرې بيا پشاور  او چرغونډى  دادده  په وجود کې  وشول چه سره يو ځاى ئي کړو.

 کاروان صاحب : رښتيا شپون هم د ادوه  ورځې کيږي  چه   راغلى ده سباه به يي ووينو .

نن شپه يوڅو کسانو قومي سپين ږيريو .دلته هم  شپه وه  د مشرانو له جملې. څخه يو کس وويل . تڼيوال صاحب ؟ دا ځوانکى څوک دى  ، تڼوال صاحب وويل  دا پير مخمد کاروان نوميږي .  د ناريځي کلي اوسيدونکى ده . ښه  شاعر دى  

د مشرانو له جملې څخه حاجي صاحب ګل قدم وويل. اواز يي څنګ دى ؟ تڼوال صاحب ډير ورته وخندل . حاجي صاحب . غلطي زما وه بايد ما درته  په خپله وطني لهجه کې درته ويلي واى .  نه حاجي صاحب   د ا کتابي او ادبي، شاعر دى. حاجي صاحب دا خړ پړ ځوانکى به درته د تني نوم ښکلى کړي  شپه تيره شوه .

پر سبا وفا د فتر ته ولاړو.

شپون صاحب د وفا په دفتر کې اوسيږي . راسن مو دده کوټې ته سلام ور

واچاوه.تڼيوال وويل  شپون لالا دادى د پيرمخمد  په لټون کې کا     کمياب شوم

داستا تر مخې چه ولاړ دى دا پيرمخمد کاروان دى ټول ملګري  خوښ شول

څو ورځې پکې تيرې شوې. شپون صاحب وويل خکيم جانه؟ کله چه زه ښاري شوم نو په شعر کې مي لږ څه کمى رغى .که د خوښه وي  دا کاروان  دى خپلې چر غونډي ته د ولاړ شي  هلته به يي اکمال کړو . داسې نه چه په شعر کې يي ګډوډى راشي . لا لا لږ څه وخت دلته پاتي شي  که په شعرکې يي څه ګډوډى راشي بيا به يي بيرته چرغونډي ته وليږو؟

حکيمه سمده : مسوليت يي ستا پر غاړه ده؟  ډير کلونه تير شول چه کاروان ښاري شويده خو شعر يي نده ګډوډ شوى  .او نه پکي کوم تغير راغلى ده     

 اوښ په چرغونډي کې پاتې شو؟ کاروان د ښار لاره ونيوله    

 

پاى

 

Category: ليکني | Views: 1005 | Added by: tolpashtana | Rating: 0.0/0 |
Total comments: 0
Only registered users can add comments.
[ Registration | Login ]
Login form
News calendar
«  مايي 2008  »
یوندونمنخڅالونبینځجمعاون
    123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
Search
Site friends
Statistics

Copyright MyCorp © 2024